غزل:قدرت الله درمان

هره خبره چې په هر محفل کې تا کړي ده
ما يې غوښتنه درنه بيا کړي ده، بيا کړي ده

ما چې ستاينه په هر ګام ستا د ښکلا کړي ده
قدرت په تا کې د رنګونو انتها کړي ده

سترګې مې سرې دي خو قسم دی شرابي نه يمه
ستا دې تصوير سره مې ناسته تر سبا کړي ده

ما واړه عمر د الفت توره تېره ساتلي
ما واړه عمر د نفرت په ضد غزا کړي ده

د سيند په منځ کې مې ولاړه کشتۍ وچلېده
له دې نه ښکاري چې مورکۍ راته دعا کړي ده

ظالمه ماته خو قاتل د انسانيت مه وايه
ما دې دښمن مړي ته هم بالا ژاړا کړي ده

هغه چې هر ځل پکې خپل صفت ته ځير شي وايي
درمانه واه په دې غزل کې دې بالا کړي ده

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button