غرور

غرور

یو غرڅه وو په ځان غټ په قامت ښکلی
هم په غره هم په ځنګله کې وو ښاغلی

هم په منډه پهلوان وو تر هوسیانو
هم غښتلی ښکرور وو تر سیالانو

د ځنګله په غرڅه ګانو کې سردار وو
هم چالاکه هم غښتلی هم هوښیار وو

نه زمریو نه پړانګانو سوای نیولی
نه ښکاریانو سوای په دام کې اچولی

یوه ورځ یې پر چینه اوبه څښلې
هم ښکرونه هم یې پښې پکې لیدلې

چې پر سر باندې یې وکتل ښکرونه
لکه دوې ونې چې وباسي ښاخونه

اوږده غاړه یې ښایسته بې لونګینه
یو څه خړه یو څه توره نوره سپینه

دوې یې تورې غټې سترګې وې په سر کې
پرې څارل یې غلیمان په سمه غر کې

سر تر نوکه وو خالق ښکلی جوړ کړی
په ښکلا یې له هر چا وو میدان وړی

خو چې پام یې شو څلورو نرۍ پښو ته
حیرت واخیستی د خدای و هسې کړو ته

ویل خدایه څه ښکرونه لرم ښکلي
پر هر ځای مې میدانونه په ګټلي

زه پاچا یم د ځنګله د ښکرورو
شهنشاه یم د غرڅه وو د لښکرو

خو چې وګورم څلور پښې مې نازکې
کله کله مې را وګرځي په زړه کې

هسې نه چې مې د پښو له لاسه مات شم
یا ښکاري یا د زمري خولې ته سوغات شم

کشکې ټول وجود مې یو شان ښکارېدلی
د غوايي په څېر مې غټې پښې لرلی

غرڅه ډوب وو د ښکرونو په ستایلو
په اوبو کې خپلو پښو ته په کتلو

چې له لرې یې خوني پړانګ شو تر سترګو
غلی غلی را روان تر منځ د ژرګو

مخامخ یې کړله منډه په ځغستا شو
خوني پړانګ چې هر څه زور واهه تر شا شو

پړانګ چې هر څه منډې وکړې لاندې باندې
غرڅه لرې ځغلېدی تر ده د وړاندې

په شېلو کې پړانګ په منډو کړ ځان ستړی
او د ښکار ورڅخه ورک شو ژوندی مړی

غرڅه ولاړه د ځنګله پر خوا روان شو
یو ځل بیا له خپل دښمنه په امان شو

په لومړۍ ونه کې بند یې شول ښکرونه
شا او مخې ته یې ووهل زورونه

کله ښکته کله پورته کله شاته
د نجات لوری یې ورک شو هرې خواته

چې هر څو یې زور کاوه بند و ښکرونه
ترې چاپېر د لويې ونې و ښاخونه

وږي پړانګ غرڅه له لرې ؤ لیدلی
چې په خپله ؤ په دام کې کښېوتلی

غرڅه هغو پښو له پړانګه ؤ ژغورلی
په لیدلو چې یې وو په زړه نتلی

چي شېبه مخکې په ښکر و نازېدلی
د بلا مخ ته هغه و پرې ایستلی

چې بنده کله مغروره په خپل ځان شي
د هغه غرور په دام کې بندیوان شي

هغه مټې چې حساب یې وي پر کړی
ورته وغوړوي مخ ته د مرګ پړی

هر دولت او هر قوت لره آفت شته
د هر زور له پاسه پورته بل قدرت شته

په پرون پسې چي نن راغی سبا شته
د زمان هرې شېبې ته انتها شته

چې فرعون غوندې په خپل قدرت نازیږي
د غرڅه په څېر په خپله دام ته لویږي

عبدالباري جهاني

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button