طالبانو له ازبکستان هېواد سره د حیرتان بندر له لارې د نویو سوداګریزو اړیکو خبر ورکړی
د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکو په حيرتان بندر کې د نویو سوداګرېزو اړیکو د پيلېدو خبر ورکړی.
د رسنیو د راپورونو په حواله، د ازبکستان او د طالبانو د سرپرست حکومت لوړ پوړیو چارواکو د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د دواړو هېوادونو تر منځ د نویو سوداګرېزو اړیکو د پيلېدو ورکړی دی.
طالبان وایي چې د ازبکستان له لوړپوړو چارواکو سره یې د سوداګریزو اړیکو په پیلېدو خبرې کړي دي او غواړي چې له دې هېواد سره پراخې سوداګریزې اړیکې ولري.
په بلخ کې د ازبکستان د قونسلګیرۍ مسؤل جعفر فتاح یوف رسنیو ته ویلي، چې دغه سوداګریزې اړیکې دوه اړخیزې دي، او موږ د دې اړیکو په پراختیا ټینګار کوو.