طالبانو د افغانستان اساسي قانون ته د درناوي ژمنه کړې

اروپایي ټولنه وايي، طالبانو د افغانستان اساسي قانون ته د درناوي ژمنه کړې

د رسنیو د راپورونو په حواله، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي ویلي، چې د طالبانو پلاوي دا ژمنه کړې ده چې د افغانستان جمهوري نظام اساسي قانون ته به درناوی کوي.

د ایسنا د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې وان برنت ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ قطر ته تللي پلاوي په دوحه کې دوئ سره ژمنه کړې چې د افغانستان اساسي قانون ته به درناوی کېږي.

هغه همداراز ویلي دي چې یاد پلاوي دغه د جونو او هلکانو د ښوونځیو د ژر پیلېدو ژمنه هم کړې، د ټولنې د ټولو اړخونو لپاره به نوي قوانین هم جوړ کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button