طالبان: ډېر ژر به له افغانستان څخه پاکستان ته د مسافروړونکو بسونو د تګ راتګ خدمات پیل شي

د طالبانو د سرپرست حکومت د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسؤلین وایي، چې ډېر ژر به د ننګرهار او پېښور، کندهار او کوټې تر منځ د مسافروړونکو بسونو تګ راتګ پیل شي.

یاد وزارت زیاتوي، چې دا خدمات به د دواړو هېوادونو مسافرو ته شخصي ترانسپورټي شرکتونه وړاندې کوي.

هغوئ همداراز وایي، چې د مسافرو د تګ راتګ لپاره به خدمات د ۵ پاکستاني او ۵ افغان شرکتونو له لوري وړاندي کېږي.

طالب چارواکي وایي، چې هڅه کوي ترڅو له نورو ګاونډیو هېوادونو سره هم ترانزیټي او ترانسپورټي خدماتو ته پراختیا ورکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button