طالبان وایي ایران ته یې د یوې کشفي ډرون الوتکې د قاچاق مخه نیولې

طالبان وایي ایران ته یې د یوې کشفي ډرون الوتکې د قاچاق مخه نیولې.

د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي وايي، چې ايران ته يې د يوې کشفي ډرون الوتکې د قاچاق مخه نیولې ده.

هغوئ زیاتوي، چې طالبانو د حکومت د اداري فساد او درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو يوه ډرون الوتکه چې له هېواده قاچاق کېده کشف کړې.

د طالبانو په وینا، ياده غټه کشفي ډرون الوتکه ایران ته د ۶۵ زرو ډالرو په بدل کې قاچاق کېدله.

واک ته د طالبانو له حکومت وروسته ګاونډیو هېوادنو ته د وسلو او پوځي تجهیزاتو د قاچاق کېدو ګڼ شمېر پېښې ثبت شوې دي.

Back to top button