طالبان: هېواد ته د بې کیفیته موادو واردول بند دي
د طالبانو د سرپرست حکومت کابینې پرېکړه کړې چې له دې وروسته هېواد ته د بې کیفیته موادو واردول بندي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.
د طالبانو د حکومت د وروستۍ ناستې د پریکړې له مخې هیواد ته د بي کیفیته تیلو، ګازو، درملو، خوراکي موادو او د غیر معیاري نورو موادو واردول په مطلق ډول بند دي.
دوئ زیاتوي چې د دې پریکړې له مخې له دې وروسته که هر چا بې کیفیته مواد هېواد ته وارد کړل قانوني چلند به ورسره وشي.
همداراز د کابینې ناستې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي ته دنده سپارلې چې د هېواد په بندرونو کې د تیلو ولاړو ټانکرونو د ستونزې حل او د بي کیفیته موادو واردولو د ښې څیړنې په موخه سوداګریزو بندرنو ته سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم په هېواد کې د سون او خوراکي موادو بیه دوه برابره لوړه شوې ده.