طالبان: زابل کې د دریو ولسوالیو د سړک ویجاړې برخې، پلچکونه ورغول شول

د طالبانو د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت د مطبوعاتو مسؤلین وایي، چې د زابل لایت د ټولگټو ریاست له شته امکاناتو او ماشینري څخه په استفادې سره یې د دې ولایت د میزانې، شهرصفا او شینکۍ ولسوالیو د سړک ویجاړې شوې برخې او هغه پولچکونه ترمیم او بیارغولي، چې د ورستیو سیلابونو له امله ویجاړ شوي وو.

د دې وزارت مسؤلین زیاتوي چې د دې ولایت د ټولگټو ریاست، د میزانې ولسوالۍ پر غځېدلي سړک ۳ پولچکونه او د شهرصفا ولسوالۍ د غځېدلي سړک د تخریب شویو برخو د بیا ډکولو او هوارولو ترڅنگ ویجاړ شوي پولچکونه ترمیم کړي دي.

د دې وزارت په وینا د دې ولایت د ټولگټو ریاست له لوري د شینکۍ ولسوالۍ سړک، د بندو پلونو د پاک کاري او پرانیستلو او له دې اسفالټ سړک څخه د اوبو د مخنیوي کار دوام لري، چې له بشپړېدو سره به یې د یادو ولسوالیو د اوسیدونکو د تگ راتگ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button