طالبان: بې حجابه ښځه هېڅ کوم شخصي او دولتي ارګان ته د تلو اجازه نه لري.

طالبان وایي، بې حجابه ښځه هېڅ کوم شخصي او دولتي ارګان ته د تلو اجازه نه لري. د طالبانو د سرپرست حکومت د امربالمعروف نهي عن المنکر اوشکایاتو اورېدلو وزارت د ازاله منکرات رئیس مولوي رازمحمد حامد دکابل ښار له ځینو حوزو او! شخصي تصدیو لیدنه کړې ده.

په یاده لیدنه کې مولوي رازمحمد دکابل ښار اړوند څلورمې او لسمې حوزې او شخصي تصدیو مسولینو ته په وینا کې ویلي، چې هر دولت ځانګړي قوانین لري چې حجاب زموږ د قانون یوه برخه ده او په پلي کولو کې یې ټول مسؤل یو.

نوموړی همدارنګه زیاتوي چې بې حجابه ښځې هیڅ کوم شخصي او دولتي ارګان ته نه شي تللی، هغه ټینګار کوي چې په کومو هوټلونو او رسټورانټونو کې چې د نجونو او هلکانو لخوا قیلون وهل کېږي، مخه دې ونیول شي.

مولوي راز محمد حامد له خلکو او مسؤلینو غوښتنه کړې تر څو د یادو قوانینو په تطبیق کې له طالب حکومت سره مرسته وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button