طالبان: بهر مېشتي افغان پانګوال دې هېواد ته د پانګونې لپاره راستانه شي

د طالبانو د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان خصوصي سکتور ملي کنفرانس کې له بهر مېشتو افغان پانګوالو غوښتي، چې هېواد ته راستانه او همدلته پانګونه وکړي.

هغه زیاتوي چې که بهر مېشتي افغان کډوال هېواد ته راشي او دلته پانګونه وکړي طالب حکومت به د بشپړ امنیت ضمانت ورکړي.

برادر همداراز وایي، چې ورځ تر بلې د افغانستان پر اوسني حکومت د نړیوالو بندیزونه کمېږي او هڅې روانې دي چې اقتصادي وضعیت نور هم ښه شي.

هغه دغه راز زیاتوي چې اوس په افغانستان کې سوله راغلې، امنیت تامین شوی دی، او وضعیت دې ته برابر دی چې افغان پانګوال په ډاډه زړه خپل هېواد ته راستانه شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button