شمالي کوریا د امریکا د پوځي اقداماتو د جاسوسۍ لپاره فضا ته سپوږمکۍ لېږي
شمالي کوریا د امریکا د پوځي اقداماتو د جاسوسۍ لپاره فضا ته سپوږمکۍ لېږي.
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون رسنیو ته ویلي، چې د امریکا د پوځي اقداماتو د جاسوسي لپاره به په راتلونکي کې فضا ته څو سپوږمکۍ ولېږي.
کیم جونګ اون همداراز ویلي، چې دا سپوږمکۍ به د امریکایي حکومت د شیطاني کړنو په اړه پټ معلومات را ټولوي.
هغه زیاتوي، چې نیمه نړۍ د شمالي کوریا د توغندویي ازموینو غندنه کوي خو که ټوله نړۍ یې هم پر وړاندې ودرېږي دوئ به د خپلو موخو لپاره کار کوي.