سبا شپه د ازادو سياليو افغان لوبغاړی عظيم بدخشي لوبه لري

د ازادو سياليو لوبغاړی عبدالعظيم بدخشي د برازيلي سيال پر وړاندې لوبه سبا لوبه لري.

ټاکل شوې چې د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی عبدالعظیم بدخشي سبا شپه د خپل برازیلي سیال مارسلو ګواریلو سره لوبه وکړي.

د بدخشي سیال د ازادو سیالیو ۲۴ حرفوي سیالۍ ترسره کړي، چې ۱۶ یې ګټلي او ۸ نور يې بیا بایللې دي.

بلخوا افغان لوبغاړی عبدالعظيم بدخشي بیا تر دې دمه ۱۱ لوبې ګټلي او درې لوبې یې بایللې دي.

ياده لوبه سبا شپه ۸:۳۰ بجې په هندوستان کې ترسره کېږي.

بدخشي په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي؛ چې نن دواړو لوبغاړو وزن کشي ترسره کړه. نوموړي همداراز ويلي چې د سبا لوبې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

 

 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button