روسیه: امريکا ته مو نوره حوصله په ختمېدو ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ويلي چې د امنیتي ضمانتونو په برخه کې د امریکا او ناټو غړو هېوادونو پر وړاندې د مسکو حوصله نوره ختمېدو ته نږدې ده.

سرګي لاوروف پرون د بهرنۍ پالیسۍ په هکله کلني  خبري کنفرانس ته ويلي چې مسکو د امنیتي ضمانتونو لپاره د غوښتنو په برخه کې له لویدیځ څخه د یوې اونۍ په موده کې لیکلی ځواب غواړي.

دا په داسې حال کې چې روسیې د اوکراین په سرحد کې لسګونه زره سرتېري ځای پرځای کړي، لاوروف پر واشنګټن تور ولګولی، چې په دې برخه کې په پرمختګ کې پاتې راغلی دی.

واشنګټن او متحدانو یې د امنیتي ضمانتونو په اړه د روسیې دا غوښتنه چې ناټو دې د ختیځ پر لور نور پرمختګ نه کوي، په قاطعیت سره رد کړې ده او د اوکراین په سرحد کې د پوځي حضور د پیاوړي کولو په برخه کې یې روسیې ته خبرداری ورکړی.

بلخوا بيا ډپلوماټان د لویدیځ او روسیې د جګ پوړو پلاوو ترمنځ د یوې اونۍ مذاکراتو د پايلو په اړه وېروونکې ارزونه وړاندې کوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button