Trending

روسيه: امريکا په افغانستان کې بحران رامنځته کړ

روسیه وایي امریکا په افغانستان کې بحران رامنځ ته کړ او لا هم ددې بحران د پراختیا هڅه کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا په تېره بيا پنټاګون په افغانستان کې فساد خپور کړ او دغه هېواد یې د فساد پر يوه کنده بدل کړ.

نوموړې زياته کړې، چې امریکا نه يوازې ددې بحران مسووله ده او اوسنی بحران یې رامنځ ته کړی؛ بلکې افغانان یې هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. زخارووا ويلي امریکا ته په کار وه، چې د بحران د ختمولو لپاره یې هڅې کړې وای، خو برعکس امريکا دغه هېواد کې د بحران د پراختیا په هڅه کې دی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې په افغانستان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري نظام سقوط او پر ځای يې طالبان واک ته ورسېدل.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button