ذبیح الله مجاهد: په یو شمېر ولایتونو کې نوې ګمارنې ترسره شوې
د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د ملا هیبت الله د فرمان په اساس په یو شمیر ولایتونو کې لاندې ګمارنې ترسره شوي دي.
۱ ــ د ننګرهار ولایت مخکینی والي محترم مولوي صاحب محمد داود مزمل د کورنیو چارو وزارت د لومړي معین په توګه
۲ ــ د زابل ولایت مخکینی مرستیال محترم ملاعبدالخالق اخند د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د جرګو او قبائلو د همغږۍ د معین په توګه
۳ ــ د معادن او پطرولیم وزارت مخکینی معین محترم ملا محمد عیسی اخند د برېښنا شرکت د عمومي رئیس په توګه
۴ ــ د کندهار ولایت مخکینی امنیه قومندان محترم ملا عبدالغفار محمدي د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه
۵ ــ محترم مولوي صاحب رحیم الله محمود د کندهار ولایت د امنیه قومندان په توګه
۶ ــ محترم مولوي صاحب عبیدالله د پروان ولایت د والي په توګه
۷ ــ محترم مفتي صاحب محمد ادریس د پروان ولایت د مرستیال په توګه
۸ ـــ محترم مولوي صاحب عزیز الله د پروان ولایت د امنیه قومندان په توګه
۹ ـــ محترم قاري صاحب محمدنعیم د بغلان ولایت د امنیه قومندان په توګه
۱۰ محترم قاري صاحب بریال د کاپیسا ولایت د والي په توګه
۱۱ ــ محترم مولوي صاحب ضیاء الحق د کاپيسا ولایت د امنیه قومندان په توګه
۱۲ ـــ محترم شیخ صاحب ندا محمد د کابل ولایت د والي په توګه
۱۳ ـــ محترم مولوي صاحب محمدیونس مخلص د کابل ولایت د مرستیال په توګه
۱۴ ـــ محترم مولوي صاحب سعد د کابل ولایت د امنیت د آمر په توګه
۱۵ ـــ محترم حاجي صاحب ګل محمد د ننګرهار ولایت د والي په توګه
۱۶ ـــ محترم مولوي صاحب رباني د ننګرهار ولایت د والي د مرستیال په توګه
۱۷ ـــ محترم مولوي صاحب قیام د ننګرهار ولایت د امنیه قومندان په توګه
۱۸ ـــ محترم قاري صاحب بدر د کندز ولایت د امنیه قومندان په توګه
۱۹ ـــ محترم شیخ صاحب زرمحمد د لویدیځ نورستان د والي د مرستیال په توګه
۲۰ ـــ محترم سلیمان اغا صاحب د زابل ولایت د مرستیال والي په توګه و ټاکل شو.