دانه

دانه لیکنه: صهیب راوي.

ډېر وخت د شمېرلي یا معدود د وضاحت لپاره تر عددونو وروسته یو شمېر کلمې راوړو. لکه: پنځه جلده کتابونه او دوه تنه سړي.
دلته (جلد او تن) هغه کلمې دي، چې د معدود د وضاحت لپاره تر عددونو وروسته لیکل شوي.
په دري ژبه کې هم د ” سه حلقه چاه، دوه باب منزل چند عراده موتر ” غوندې کلمو سره مخ کېږو، چې هغوی یې ” معین کننده” بولي.
دا کلمې چې تر عددونو وروسته یې لیکو پوهاند رښتین د ” عددي صفت متمم” تر سرلیک لاندې مطالعه کړي. د پوهنتون استاد پوهاند محمد اقا شیرزاد یې یو ځای قیدي او توصیفي کلمې ګڼي: “د اسمونو او عددونو ترمنځ کله کله قیدي (تمیزي) او توصیفي کلیمې هم راوړل کېږي، لکه: دوه تنه سړي، دېرش کسه میلمانه، څلور سره غویان…” ( پښتو نحوه: ۲۸)
دا راز استاد غضنفر هم د رښیتن صاحب نومَونه ورته غوره کړې او د ( د عددي صفت متمم) په نامه یې یوولس کاله وړاندې یوه مقاله لیکلې، چې د نثر لیکلو په هنر کې خپره شوې ده.
دا چې عدد صفت نه لري او پخپله صفت درجې لري، خو عددونه یې نه لري؛ نو د ( عددی صفت متمم) نومَونه او اصطلاح د تامل وړ ښکاري.
زما په اند که له عددونو سره پورتنۍ یادې شوې کلمې ټاکندویان وګڼو بې انصافي به مو نه وي کړي، ځکه دا کلمې د عددونو ټاکندويي پر غاړه لري. همدا ټاکندویان په ژبه کې ډېر وایو او اورو او د پښتو هر ګړدود یې ډېرې ښې بېلګې لري، چې د معدود د څرګندتیا لپاره د اړتیا پر مهال کاریږي.
د پوهاند صاحب رښتین په باور د دغو ټاکندویانو د راوړو لپاره د معدود وضوح شرط دی. یعنې هغه وخت باید راوړل شي، چې نه استعمال یې په مانا کې ابهام پیداکولای شي.
هغسې چې په دري کې د ” موټر” کلمې سره د ټاکندوی ” عراده” راوړل اړین ښکاري په پښتو کې هومره ضروري نه دی.
په ځینو ژباړو کې د دري ژبې ټاکندوی وییونه کټ مټ را ژباړل کېږي، چې ډېر کله د ژبې له طبیعت سره جوړ نه ښکاري، ځکه یا یې اړتیا نه وي او که اړتیا یې وي له پښتني روح سره برابر نه وي.
دانه هغه کلمه ده، چې په ژبه کې ښایسته ډېر استعمال لري او له ډېرو تړنګونو سره یې بلد یو، لکه: دانه دانه، نازدانه او دانه وانه. دا راز بله پاموړ خبره دا ده، چې له شمېر نومونو سره د ټاکندوی په حیث ډېره کاریږي. د دې کار علت دا دی، چې په ژبه کې له ډېرو دغسې ټاکندویانو سره اشنا نه یو او چې کله د شمېرلي یا معدود وضاحت ته زړه ښه کړو، نو د ” دانې” کلمه ورسره یو ځای کړو. مثلا: درې دانې موبایلونه، دوه دانې مڼې او څلور دانې پیالې. عبارتونه په خوله راوړو، چې ناسم دي. له عددودنو سره د دانې کلمې د راوړو بل علت ښایي د معدود د کموالي یا لږوالي ښودنه وي. زموږ ډېری خلک “دانه” په همدې مفهوم هم استعمالوي او د خروار پر وړاندې د څېزونو د لږکي اظهار سمبول ګرځولې. که څوک ووایي چې: “یو دانه موبایل و هغه هم غلو را څخه وواهه” دلته دانه د همداسې یوې اړتیا لپاره وکاریدله. په کلاسیکه شاعري کې یې د خوشال بابا دغه بیتونه غوره بېلګه ګڼلای شو:
فرزند چې ووځي د پلار له رایه
ښادي یې کومه ده بدبخت ته وایه

دانه که ووځي د پلار له رایه
خروار به مومي بدي له خدایه

۴۲۲ مخ خوشال
او میرزا حنان وایي:
د خال خیال یې ما ضعیف لره کافي دی
د میږي په دود قانع په لږ دانه یم.
دانه معمولآ ګرده یا بیضوي شکله او دومره وړه وي، چې په موټ کې مو ځایږي. که د دانې دغه تعریف ومنو نو له خټکو یا نورو نسبتآ غټو شیانو سره د ( دانې) راوړل په پښتو کې په هر حال ناسم ښکاري.( د نثر لیکلو هنر: ۲۱۳)
دانه په لغوي لحاظ د مېوې هسته یا زړی ګڼل کېږي او په عربي کې یې “حب” بولي چې همدا دانه یې انډول راځي. اوس که څوک ووایي، چې د مڼې درې دانې زړي او یا د انارو پینځه دانې، نو پر ځای ټاکندوی به یې کارولی وي، خو ” درې دانې مڼې او درې دانې اناره” ډېر وخت سهي نه ښکاري. دومره ده چې په خلکو کې دود ده او فکر نه کوي، چې تېروتي به وي. دا له اره د ژبنیو ښویېدنو یوه بله بېلګه ده.
دانه له پخوا وختونو په ګڼو اشعارو کې کاریدلې، چې ماته یې د کاظم خان شیدا په دغه بیت کې ځانګړی خوند راکړی:
د دانې په عوض ګل لري په دام کې
په رخسار یې تورې زلفې بلبل ګیرې.

Back to top button