د کورونا نوې بڼه ډېره جدي نه ده
څيړنې ښيي چې د کورونا اومېکرون نوې بڼه تر نورو ډېره مرګونې او جدي نه ده.
ساینس پوهانو د تازه څېړنو وروسته ویلي، چې د کورونا وبا نوې اومېکرون بڼې له امله د مړېنې کچه ځکه کمه ده، چې سږو ته د نورو پرتله کم زیان اړوي.
خو دغه څیړنې ښيي چې اومېکرون بیا تر اصلي کورونا او دلتا څخه ۷۰ ځله ژر خپرېدونکی ده.
څېړونکي زياتوي چې اومېکرون په ډېره کراره د سږو بهرنۍ پردې چې تنفس پرې کیږي، اغیزمنې کوي او همدا لامل دی، چې له امله یې مړینه د نورو بڼو پرتله کمه ده.
دوی ويلي، پر اومېکرون بڼه اخته کسان تر روغتونونو رسیږي، خو ډېر کم یې بيا اوږدمهالي بستر ته ځي.
بلخوا په چین او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې هم د کورونا پیښې یو ځل بیا زیاتې شوي او مخ په پراخېدو دي، چې خلک یې سختو محدودیتونو مراعت کولو ته اړ کړي دي.