منظور پښتين نن په کراچۍ کې غونډه ترسره کړه

د‌ پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين پر نورو قومونو د ګډې مبارزې غږ کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان په‌ کراچۍ ښار کې د ياد غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر د ازادېدو لپاره جوړه شوې احتجاجي غونډې ته په خبرو کې پر نورو قومونو بلوڅانو، سندهیانو او نور مهاجرو باندې غږ کړی دی چې له دوی سره يو ځای شي او د خپلو حقونو غوښتنه وکړي.

منظور پښتين ادعا کوي پاکستانی حکومت له پښتنو سره توپیري چلند کوي.

دی‌ زياتوي دلته پښتانه  وهل کېږي، ځورول کېږي او ان وژل کېږي. هغه وايي چې که چېرې پاکستانی حکومت د علي وزیر او د دغه غورځنګ د نورو زنداني ملګرو په ګډون ازاد نه شي او د دوی غوښتنې ونه مني نو دوی به هم سول ډول ییز مزاحمتونو ته ادامه ورکوي.

پاکستانی حکومت په وار وار ویلي چې پي ټي ایم د دښمن په لمسون د پاکستاني پوځ د بدنامولو لپاره هڅه کوي خو بلخوا منظور پښتین ادعا کوي چې د پاکستان پوځ بدنام دی او له ظلم پرته یې دوی ته هيڅ خير نه دی‌ رسیدلی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button