د پاکستاني بالر توپ اچونه غير قانوني اعلان شوه

د پاکستاني بالر حسنین توپ اچونه غیرې قانوني او منع اعلان شوه

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکی حسنین چې دوه اونۍ مخکې یې د اسټرالیا بېګ باش لیګ کې توپ اچونه تر شک لاندې راغله، تازه د کریکټ نړۍ والې شورا تخنیکې ډلې یې د توپ اچونې د انداز (اکشن) د کتنې پرېکړه وکړه او پرون د نوموړي توپ اچونه غیرې قانوني اعلان شوه.

ویل کېږي چې حسنین د توپ اچونې پر وخت ۱۵ درجې لاس د توپ اچونې له زاویې پورته کاروي چې دغه چاره د کرېکټ لوبې د قوانینو سره په ټکر کې ده.

حسنین اوس نه شي کولی د نړۍ وال کریکټ تر څنګ د پاکستان په روان سوپر لیګ کې هم توپ اچونه وکړي.

نوموړی به اوس د توپ اچونې له روزونکو او مشاورینو سره د توپ اچونې د انداز پر بدلون کار کوي، تعڅو یاده ستونزه یې حل شي او وروسته به بیا د کریکټ نړۍ والې شورا تخنیکي ډلې ته امتحان ورکوي، که امتحان کې بريالی شو، نو له هغه وروسته به د توپ اچونې اجازه تر لاسه کوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button