د پاکستان دولتي بانک افغانستان سره د مرستې صندوق نه ډډه وکړه
پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هېواد دولتي بانک له افغانستان سره د مرستو د راټولولو لپاره د صندوق له جوړولو ډډه کړې ده.
د پاکستاني رسنيو په راپورونو کې د دغه بانک له قوله راغلي چې د عمران خان په مشرۍ دې حاکم ګوند پر خپلې دغې پرېکړې له سره غور وکړي.
د رسنيو په خبره د پاکستان دولتي بانک له نړۍ والو بندیزونو څخه د وېرې له امله د عمران خان دا غوښتنه رد کړې ده.
د یادونې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو چې هېواد به یې له افغانستان سره د مرستې لپاره یو مالي صندوق جوړ کړي څو مرستندویه هېوادونه په اسانۍ سره وکولای شي له دغه هېواد سره مرسته وکړي.
د پاکستان دولتي بانک وروسته له هغې د دې پرېکړې تېرېږي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ راپور ورکړل شوی و، چې لومړی وزیر د اقتصادي بحران د لا پراختیا مخنیوي په موخه هڅه کوي چې له ای ایم ایف څخه نور پور واخلي خو د عمران خان دې پرېکړې ډېری پاکستانیان غوسه کړي دي. دوی ویلي چې وطن د خيرات په کچکول نه جوړېږي او عمران خان دې د خیرات غوښتلو پر ځای پیاوړې اقتصادي پالیسۍ جوړه کړي.