د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر ومړ

د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر ومړ. د پاکستاني رسنیو د راپورونو په حواله، د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر رحمان ملک د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د رحمان ملک ویاند په خپله ټویټر پاڼه د هغه مړینه تاید کړې، او زیاته کړې یې ده چې رحمان ملک د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې د کرونا په ناروغي اخته شوی ؤ چې تېره شپه د ۷۰ کالونو په عمر مړ شوی دی.

رحمان ملک له ۲۰۰۸ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۳ میلادي کال پورې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پاتې شوی وو.

پاکستاني لوړپوړو چارواکو تر اوسه د رحمان ملک د مړینې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button