د پاکستان د پوځ ویاند: پر ډېورنډکرښه د اغزن تار تېرېدو کار ۹۴سلنه بشپړ شوی
د پاکستان د پوځ وياند بابر افتخار ویلي چې پر ډېورنډ کرښه يې د اغزن تار تېرولو د کار چارې ۹۴ سلنه بشپړې شوي دي او ډېر ژر به يې تکميل کړي.
بابر افتخار وايي چې دغه اغزن تار د امن تار دی او په وينا يې د تار په تېرولو يې سرتېرو وینې توی کړي دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو را په دې خوا طالبانو څو ځلې داسې ویډیویي کلیپونه خپاره کړي چې د ډېورنډ په کرښه د پاکستان لخوا غزول شوی اغزن تار پکې لرې کوي او وایي چې په نومړې کرښه ورته د پاکستان هېواد د اغزن تار تېرول د منلو وړ نه دي.
د طالبانو لوړپوړي چارواکي وایي چې د ډېورنډ موضوع به له پاکستاني چاروکو سره په سولیز ډول حل کړي