د وینې فشار

په کوم زور او قوت چې وينه د بدن له رګونو (شريانونو) څخه تېريږي دغه ته د وينې فشار وايي.
که د وينې فشار را کم شي که څه هم خلکو ته سرچرخي او ضعف پيدا کوي خو عموماً يوه اوږدمهاله ستونزه منځ ته نه راوړي.
خو که د وينې فشار لوړ شي او درملنه يې و نشي نو د ډيرو ناروغيو تر څنګ د زړه د حملې او دماغي سکتې خطر هم زياتوي.
ټول خلګ او په ځانګړي ډول هغه څوک چې عمرونه يې له څلوېښتو اوښتي وي بايد خپل د وينې فشار معاينه کړي. که څه هم د وينې هغه فشار چې له ۱۴۰/۹۰ او يا لدغه څخه جګ وي د وينې لوړ فشار بلل کيږي خو که په اوسط ډول ستاسو د وينې فشار په کور کې له ۱۳۵/۸۵ له دې څخه همېشه لوړ وي نو له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button