د هلمند په نهر السراج ولسوالۍ کې د ملنګ کاریز – ګرشک غځېدلی سړک او د ۱۸ پایو پولچکونو د بیارغونې چارې دوام لري

د طالبانو د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت مسؤلین وایي، چې د هلمند ولایت په نهر السراج ولسوالۍ کې د ملنګ کاریز – ګرشک غځېدلی سړک او د ۱۸ پایو پولچکونو د بیارغونې چارې دوام لري.

یاد وزارت زیاتوي چې د سړک او د پولچکونو د بیارغونې دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده، چې تر دا مهاله یې د بیارغونې چارې شاوخوا ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي.

هغوئ همداراز وایي، چې د دې پروژې د کار په جریان کې د سیمې اوسیدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده، چې د کار له بشپړیدو سره به یې د نهرالسراج ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې د پخوا په پرتله هواري شي او په اساني سره به تګ راتګ وکړي.

Back to top button