د نړۍ تر ټولو خطرناک نښه ویشتونکی د روسیې په وړاندې د مرستې لپاره اوکراین ته رسیدلی

د رسنیو د راپورونو په حواله، د نړۍ تر ټولو خطرناک نښه ویشتونکی د روسیې په وړاندې د مرستې لپاره اوکراین ته رسیدلی.
یاد نښه ویشتونکی په دوه میله لرې فاصله کې خپل هدف ولي.

د “ولي” په نوم د نړۍ تر ټولو خطرناک نښه ویشتونکی، په اوکراین د روسیې له برید وروسته په جګړه کې د مرستې لپاره له خپل ټوپک سره یو ځای اوکراین ته رسیدلی دی.

ولي ۲۰ کاله د افغانستان په جګړه کې د کاناډا د شاهي پوځ له ۲۲مې لوا سره ګډون کړی و او کولای شي له دوه میلونو لرې هر هدف په نښه کړي.

ولي اعلان وکړ چې په اوکراین کې یې ماموریت وروسته له هغه پیل شو چې ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي بهرنیو پوځیانو ته بلنه ورکړه چې د اوکراین په دفاع کې برخه واخلي.

دغسې کیسې دي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button