د ماشومانو ساتنې ادارې خبرداری

په افغانستان کې میلیونونه ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره د نړۍ والو مرستو ته اړتیا لري.

د ماشومانو د ساتنې نړۍ والې ادارې یا سېف د چېلډرن په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان اوس مهال په سخت وضعیت کې دی او دغه ناوړه اقتصادي وضعیت د افغان ماشومانو پر ژوند مستقیم ناوړه اغېز کړی دی.

سرچینه زیاتوي چې همدا اوس شاوخوا ‌۱۳ ميليونه ماشومان د ژوندي پاتې کېدلو لپاره د نړۍ والو مرستو ته اړتیا لري.

دغې ادارې د افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره له نړۍ والو د شاوخوا ۴ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

سېف د چېلډرن همداراز ويلي چې په افغانستان کې به په ۲۰۲۲ کال کې تر ۲۲ میلیونه ډېر وګړي بېړنیو بشري او خوراکي مرستو ته اړتیا ولري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button