د ماشومانو د ساتنې اداره: افغان ماشومان د خوړو له بحران سره مخ دي‌

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې يا Save the children  له نړیوالو غوښتي دي چې خپلې تګلارې نرمې کړي او اجازه دې ورکړي چې په افغانستان کې ماشومانو ته بېړنۍ بشر دوستانه مرستې ورسوي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې د ادارې مسوول کریسټیانو مارټون ویلي چې په افغانستان کې په میلیونونو ماشومان له مرستو بې برخې شوي دي او د خوړو بحران د میلیونو ماشومانو او زلمیو ژوند په دغه هېواد کې له خطر سره مخ کړی دی.

د ماشومانو د ساتنې ادارې په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې که له افغان ماشومانو سره بېړنۍ مرستې ونه شي د ژمي تر اخره به ښایي تر پنځه کلنۍ پورې څه باندې درې میلیونه کوچنیان په سخته خوارځواکۍ اخته شي. ياده اداره روانه اوونۍ له نړیوالو د افغان ماشومانو د ژغورلو لپاره د دوه میلیارډه امریکایي ډالرو د مرستې د چمتو کولو غوښتنه وکړه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button