د م.م کارپوهان: د افغانستان سره بايد تعاملات وشي
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ويلي چې نړۍ باید له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکړي. په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې کارپوهانو په خپل يو راپور کې ویلي چې نړۍ باید د افغانستان نوي حکومت سره تعاملات وکړي او دوی د بشري حقونو رعایت ته وهڅوي.
سرچینه زیاتوي چې همدا اوس په افغانستان کې له اقتصادي او هم له بشري پلوه وضعیت ترینګلی دی او د ددې وضعیت کنټرول د نړۍ والو مستقیم تعامل ته اړتیا لري.
په راپور کې راغلي چې له نوي حکومت سره باید پر بشري حقونو، د مېرمنو پر حقونو د نجونو پر زده کړو او نورو مواردو اوږده بحثونو ته اړتيا ده.
دغه کاروپوهانو له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو دوام هم اړين بللی دی او همداراز ټينګار يې په دې کړی که چېرته تعامل رامنځته نه شي نو د میلیونونو کسانو ژوند له خطر سره مخ کېدونکی دی.