Trending

د م م راپور: په افغانستان کې له اګسټ مياشتې راهيسي سل تنه پرته له محاکمې وژل شوي

د ملګرو ملتونو له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي دي، چې په افغانستان کې له تېرې اګسټ میاشتې راهېسې ۱۰۰ کسان پرته محاکمې وژل شوي دي،چې له دې جملې ۷۲ تنه یې په طالبانو پورې تړل شوي دي.

ملګري ملتونو ويلي چې په دې تړاو له ځان سره کره اسناد لري او نورې پلټنې هم دوام لري.

په دې راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د صحرايي محکمو له لارې دا ډول وژنې روانې دي.

اخوا د بښنې نړیوال سازمان هم ویلي، تر دې دمه يې د دغو وژنو عاملین او لاملونه څرګند نه دي.

بلخوا بيا طالبانو تراوسه د ملګرو ملتونو دغه راپور ته کوم رسمي ځواب نه دی ورکړی، خو دوی تل ورته ادعاوې ردوي او ټينګار کوي، چې عمومي بښنه یې اعلان کړې او که څوک ترې سرغړونه وکړي، نو سزا به وويني.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button