د لوګر ښوونځي د نوي ښوونیز کال لپاره ۲۷ زره نوي زده کوونکي جذبوي

د طالبانو د سر پرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست د رسنیو مسؤلین وایي، چې په دې ولایت کې د نجونو او هلکانو شته ۲۷۶ ښوونځي د راتلونکي ۱۴۰۱ ښوونیز کال لپاره ۲۷ زره نوي زده کوونکي جذبوي.

هغوئ زیاتوي، هغه زده کوونکي چې د ښوونځي د شاملولو عمرونه یې پوره کړي وي د نوي ښوونیز کال له پیلېدو مخکې به جذب شي. چې په دغو زده کوونکو کې به ۱۵۷۰۰ هلکان او ۱۲۳۰۰ نجونې وي.

د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز وایي، چې د نجونو او هلکانو په ټولو ښوونځیو کې یې د نویو زده کوونکو د شاملېدو پروسه پیل کړې ده، او په لوګر ولایت کې به راتلونکی نوی ۱۴۰۱ ښوونیز کال د حمل میاشتې په لومړۍ نېټه رسمآٙ پیل شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button