د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د ښوونکو روزنه پیل شوه

User Rating: Be the first one !

د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د ښوونکو روزنه پیل شوه

د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ۶۷ نویو ګومارل شویو ښوونکو ۱۴ ورځنۍ روزنه پیل شوه.

دا روزنه د پوهنې ریاست په همغږۍ د ودان موسسې له خوا ورکول کېږي، چې ۴۸ نارینه ښوونکي او ۱۹ ښځینه ښوونکې پکې برخه لري.

په دغه څوارلس ورځنیو زده کړو کې، ښوونکو ته د دوئ د ظرفیت لوړونې په موخه د تدریس د نویو لارو چارو په برخه کې مسلکي روزنه ورکول کېږي.

په لوګر کې د یونیسف او ودان موسسو په مرسته، په برکي برک ولسوالۍ کې ۵۰ سیمه ییز او ۱۷ د چټکو زده کړو نوي ټولګي جوړ شوي دي.

د نوموړو ټولګیو په جوړولو سره، له زده کړو ۲۲۰۰ بې برخو ماشومانو ته، چې ۱۸۵۹ یې نجونې او ۳۴۱ یې هلکان دي د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

یاد ټولګي، له لومړي ټولګي نیولې تر دریم ټولګي پورې ټولګي لري، د رسمي ښوونځیو په څېر پکې تدریس کېږي، چې تر درېیم ټولګي وروسته زده کوونکي په رسمي ښوونځیو کې جذب کېږي

 

پنجره ورځپاڼه

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button