د لبخند په نوم خیریه موسسې کابل کې په بېوزلو ماشومانو ژمنۍ جامې ووېشلې

د لبخند په نوم یوې خیریه مؤسسې په کابل کې په بې وزلو ماشومانو ژمنۍ جامې ووېشلې.

د لبخند په نوم یوې خیریه مؤسسې په کابل کې په ۱۸۰ بې وزلو او بې سرپرستو ماشومانو د ژمنیو جامو بستې ووېشلې، په دغو بستو کې کورتۍ، جورابې خولۍ او ځینې نورې ژمنۍ جامې شامل دي.

د لبخند مؤسسې مسؤلین وایي، چې دوئ د یؤ کمپاین د ترسره کولو په پایله کې په دې وتوانېدل چې په ۱۸۰بې وزله ماشومانو ژمنۍ جامې ووېشي.

د دې مؤسسې یو غړی محمد غوث ملکزاده وایي، چې د دې لړۍ په دوهمه برخه کې به په ۵۰ نورو بې وزلو ماشومانو هغه جامې او خوراکي توکي ووېشل شي چې دوئ ته د خلکو لخوا ورکړل شوي دي.

ښاغلي ملکزاده د هېواد له شتمنو، تجارانو او مسؤلو چارواکو غوښتي چې په دې سخت وضعیت کې د بې وزلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button