د‌ قطر امير او جوبایډن خبرې

جو بایډن او د قطر پاچا به د افغانستان په اړه خبرې کوي. ټاکل شوې چې د قطر امیر تمیم بن حمد الثاني په سپينه ماڼۍ کې له ولسمشر جوبایډن سره د نورو مهمو مسایلو تر څنګ د افغانستان په هکله خبرې وکړي.

ددې ناستې په هکله کره جزیات نه دي خپاره شوي چې د افغانستان په تړاو به څه ډول بحثونه کېږي، خو په وروستیو کې امریکا د افغانستان اړوند ټول مسایل له قطر سره مطرح کړي او له دغه هېواد څخه د یوې ارتباطي وسيلې په توګه کار اخلي.

د يادونې ده چې قطر په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان په اړه د امریکا مهم شریک هېواد بلل کېږي چې د تخلیې په ماموریت کې یې مهم رول ولوباوه.

راپورونو کې راغلي چې ددې تر څنګ به له قطري لوري سره له قطر اروپايي هېوادونو ته د انرژۍ د لېږد په اړه هم بحثونه او خبرې وشي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button