د طالبانو د لوړو زده کړو وزير پاکستان ته سفر کړی

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير مولوي عبدالباقي حقاني نن د ليندۍ په ۱۴ مه پاکستان ته سفر کړی.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې ياد وزير د پاکستان سفير منصور خان سره په پلازمېنه کابل کې دوه اړخيزه ناسته کړې وه.

په ورته وخت کې په کابل کې د پاکستان سفير منصور خان په خپله ټويټر پاڼه ليکلي؛ چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزير به د دوه اړخيزه همکاريو او افغان محصلینو د ستونزو حل په موخه اسلام اباد ته سفر وکړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزير دا سفر په داسې حال کې کوي، چې کابو څلور مياشتې وشوې په کور دننه د طالبانو واکمنۍ په راتلو سره، ټول دولتي پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پر مخ تړل شوي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button