د سیمې هېوادونو تر منځ د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي

د بهرنیو رسنیو د راپورونو په وینا ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو غونډه په بیجینګ کې جوړه شي چې چین هېواد به یې کوربه توب کوي.

ویل کېږي د افغانستان په تړاو په دې غونډه کې به د پاکستان، تاجکستان، روسیې، ترکمنستان، ایران او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

خو تر دا محاله معلومات نشته چې د طالبانو د سرپرست حکومت په اتازولۍ به هم کوم پلاوی دې غونډې ته وبلل شي کنه، خو په پخوانۍ غونډه کې یې له افغانستان څخه څوک نه وو بللي.

راپورونه زیاتوي چې په دې غونډه کې به په روانو چارو او د افغانستان په اوسني وضعیت خبرې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر واړندې د دې لړۍ مخکینۍ غونډه د افغانستان ګاونډي هېواد پاکستان کې جوړه شوې وه

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button