د سږني ژمي پېښې
د افغانستان د طبيعي پېښو په چارو کې د دولت وزارت وايي د روان ژمي د طبیعي پېښو له کبله په ټول هېواد کې شاوخوا ۸۵ تنه وژل شوي دي.
د طالب سرپرست حکومت د طبیعي پېښو په چارو کې د دولت وزارت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي سږکال ژمی ډېر سوړ او سخت و، چې له کبله یې د هېواد په مختلفو سيمو کې خلکو ته ډېر مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.
ياده سرچينه زياتوي چې تر دې دمه د سږکال ژمي پېښو له کبله شاوخوا ۸۵ تنه مړه او ۷۵ نور يې ټپيان دي.
هاخوا بيا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي چې د افغانستان سږني ژمي کې تر ۵۳ زرو څخه ډېرو کسانو ته د طبيعي پېښو له امله زيان اوښتی.
دغه اداره وايي چې په افغانستان کې دا پېښې په پنځلسو مختلفو ولايتونو کې رامنځته شوي دي، چې اکثره يې خلکو ته د زلزلو، ځمکې ښويېدنې، توپانونو، سيلابونو او بارانونو له کبله زيان اړولی دی.