د‌ سپينې ماڼۍ تازه څرګندونې

سپينه ماڼۍ وایي د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ په هکله به محکمه پرېکړه کوي.

د امريکا سپينې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، ولسمشر بايډن هڅه کوي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني خوشې کړي له همدې کبله یې ۳،۵ میلیارډه ډالره خوشې کړل، خو وايي چې د پاتې شتمنۍ په هکله به زموږ محکمه پرېکړه کوي.

جین ساکي زياتوي د محکمې له پرېکړې وروسته به دغه پیسې د سپټمبر ۱۱مې پېښې پر قربانیانو وېشي، تر هغه پورې د افغانستان شتمني سره څوک کار نه لري.

د امريکا ولسمشر بايډن د تېرې جمعې په ورځ یو اجرايوي فرمان  ور کړ چې له مخې به یې د افغانستان کنګل شوې ۷ میلیارډه ډالره شتمني په دوه برخو وېشي چې يوه برخه به يې د سپټمبر قربانيانو او بله به يې افغانانو ته د بشردوستانه مرستې په توګه استوي.

د بايډن دغې پرېکړې په افغانستان او نړۍ کې سخت غبرګونونه راپارولي دي او افغانان ددې غوښتنه کوي چې دغه شتمني دې ازاده شي او د افغانستان ته دې وسپارل شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button