د سيګار تازه خپور شوی راپور

د امریکا نړۍ والې پراختیايي ادارې په افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پيل کړل.

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې یا سیګار په يو تازه خپور شوي راپور کې ویلي چې د امریکا پراختیايي ادارې یا یو ایس اې ای ډي په افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پيل کړي دي.

سرچینه زیاتوي دغې ادارې ورته ویلي چې د دوی ځینې برخې په افغانستان کې فعالیت کوي او هغه کارونه پر مخ وړي چې د امریکايي حکومت له مستقیمې بودیجې څخه نه تامینېږي.

سیګار په دغه راپور  همداراز ويلي چې د امریکا پراختیایي ادارې د پخواني حکومت له چارواکو سره اړیکې پرېکړې دي او ټول هغه کارونه یې ځنډول شوي چې بودیجه یې افغان لوري ته استول کېده.

د امریکا پراختیایي ادارې يا يو ايس اې ای ډي په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې میلیارډونه ډالر لګولي او تر ډېره یې د انکشاف او حکومتولۍ په برخه کې پانګونه کوله.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button