د سوداګرۍ او پانګونې خونې غوښتنه

د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې تازه خبرپاڼه کې له ټولو سوداګرو او دوکاندارانو غوښتي دي چې د خوراکي او نور اړینو توکو د نرخو په کنټرول کې له خلکو سره همکاري وکړي.

د  يادې خونې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو څو ورځو کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو پر وړاندې لوړ شوی او دغه چاره باید د توکو پر بیو مستقیم اغېزه وکړي.

د دغې خونې چارواکو د خپره شوې خبرپاڼې په حواله له ټولو سوداګرو او هټيوالو غوښتنه کړې چې د خلکو اقتصادي ستونزو او ژمي سړې هوا ته په پام دې د خوراکي توکو د بیو برخه کې لازمه همکاري وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه دا خبر په داسې حال کې خپروي چې تر دې وړاندې د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو د لوړېدو سره د خوراکي، سون او شمېر نورو توکو بیې هم په بې کچې ډول پورته تللي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button