د سعودي عربستان لخوا نوره مرسته هم کابل ته راورسیده

د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري نن دوه الوتکې نوره مرسته هم افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه.
دا مرسته نن د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د ملک سلمان خیریه بنسټ د مشرانو لخوا د افغاني سرې میاشتې سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي، په کابل کې د سعودي عربستان سفیر مشعل، په افغانستان کې د ملک سلمان خیریه بنسټ د مشر او د یاد بنسټ د بېړنیو مرستو د مشر فهد العصیمي په شتون کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
ویل کېږي چې په دغو دوو الوتکو کې شاوخوا ۶۵ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي راوړل شوي وو.
په نومړوې مرسته کې اوړه، غوړي، بوره، خرما، وریژې، نخود، د پخلنځي لوښي، ترپال، پشه خانه او ځينې نور توکي شامل وو.
د یاد خیریه بنسټ مسؤلین وايي چې سبا به دوه الوتکې نوره مرسته هم افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شي.
ټاکل شوې چې د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ را روانه ټوله مرسته به افغاني سرې میاشتې ته سپارل کېږي او وروسته به د هېواد ټولو ولایاتو کې په اړمنو کورنیو ویشل کېږي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button