د سالنګونو لار د ټېلر موټرو پر مخ وتړل شوه

د سالنګونو لار د زياتو ورښتونو له امله د غټو موټرو پر مخ وتړل شوه.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې خبر ور کړی، چې د زیاتې واورې ورېدو له امله دغه لویه لار د ټېلر موټرو پر مخ تړل شوې، خو  واړه موټر باید له زنځير څخه په ګټې اخېستنې کولای شي په دې لاره سفر وکړي.

يادې ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د واورې پاکېدو لپاره تخنیکي ډله پر دې توانېدلې، چې دغه لاره د کوچنيو موټرو پر مخ پرانیزي.

دغه راز د سالنګونو اداره له موټر چلوونکو او مسافرو غواړي، چې ځانونه دې په ژمنیو او نورو د اړتیا وړ توکو باندې سمبال کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button