Trending

د روسیې بشري مرسته کابل ته ورسېده

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو وزارت ويلي، ددغې بشري مرستې په پکېج کې چې ۳۶ ټنه کېږي اوړه، بوره او وچ چای شامل دي او نن چهارشنبه کابل ته ورسېده.

روسیې له افغانستان سره د ۱۰۸ ټنه بشري مرستو ژمنه کړې ده. همداراز په کابل کې روسیې سفارت مرستیال ویلي چې په نژدې ورځو کې به ۳۶ ټنه نورې بشري مرستې هم افغانستان ته ورسېږي.

د روسیې دا مرسته په داسې حال کې کابل راورسېږي، چې نن ددغه هېواد اقتصادي فورم په ناسته کې ويلاديمير پوتين له غرب او امریکا څخه د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button