د روسیې حکومت په روسیه کې د ازادۍ راډیو او امریکا غږ نشرات بند کړل

د رسنیو د راپورونو په حواله، د روسیې حکومت په دغه هېواد کې د ازادۍ راډیو او امریکا غږ نشرات بند کړي دي. راپورونه زیاتوي، دغه اقدام د روسیې د ولسمشر ولایمیر پوتین په امر ترسره شوی دی.

پوتین یو فرمان صادر کړی چې پکې په روسیه کې د امریکایي او د هغوئ د ملاتړو پر رسنیو بندیز پورې شوی دی.

همداراز په دغه فرمان کې راغلي، د روسیې هره رسنۍ یا خبریال که د عامو خلکو د ذهنیت خرابولو هڅه وکړي، پر اوکراین برید ته یرغل ووایي حکومت به یې په اتلس کاله بند او نغدي جریمو محکوم کړي.

امریکا غږ ویلي چې د روسیې حکومت دغه اقدام به دوئ اغیزمن نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او اورپایي ټولنې پر اوکراین د روسیې له برید څخه وروسته په روسیې هېواد ګڼ شمېر بندیزونه لګولي او له روسیې یې څخه یې غوښتي چې له اوکراین څخه خپل ځواکونه ژر تر ژره وباسي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button