د روسیې او امریکا ترمنځ مذاکرات
امریکا او روسیې د اوکراین په هکله اوږده مذاکرات کړې دي.
امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او پلاوي په واشنګټن کې له امریکایي لوري سره د اوکراین په هکله شاوخوا اووه ساعته مذاکرات لرل، خو رسنۍ وایي چې دومره اغېزناک نه وو.
روسي پلاوي تر خبرو وروسته رسنیو ته ویلي، امریکا ته یې ډاډ ورکړی چې پر اوکراین د برید پلان نه لري، خو خپل شرایط یې هم په ډاګه کړې دي.
بلخوا امریکایي لوري ویلي چې په ناټو سازمان کې د اوکراین د نه شاملولو په هکله یې د روسیې غوښتنه رد کړې ده او هڅه کوي له دغه هېواد سره مذاکرات نور هم دوام وکړي.
دا مذاکرات داسې مهال کېږي چې لا هم د روسیې سل زره پوځيان د اوکراین له پولو سره دي او ادعا کوي چې د خپلو پولو امنیت به ساتي.