د حماسي، حماسي خبرې ـ شک د څېړنې په لور لومړۍ کړکۍ ده

لیکنه شرر صافی

افغانستان د اسیا په زړه کې پروت هیواد دی، د بشریت په تاریخ کې دا د وریښمو د لارې او د پخوانیو بشري هجرتونو لرغونې نکته ده، دا هیواد جیوستراتيژیک موقعت لري، نو ځکه خو د بشریت په تاریخ کې د تجاوزګرو د سترګو قبله وه، د مقدوني سکندر څخه نیولې تر امریکايي ښکیلاګرو پرې ټولو د خپلې بخت اس ځلغولی دی، په دې هیواد کې په لسګونو داسې پوهاند تېر شوي چې ټوله نړۍ پرې ویاړ کوي، دې عظیمې خاورې به ډېر پېغمبران هم لیدلي وي،او د ځینو محققانو او څېړونکي په نظر زدرشت هم د دغه لړۍ یوه کړۍ وه.
په دومره تاریخي سیمه کې به هرومرو ډېرې داسې فلکوریکې کیسې او اسطوري وبدل شوي وي چې له حقیقت نه به یې سرچینه نیولي وي.
له دې مقدمې څخه مې مطلب دا و چې د حماسي په نامه د یو عالم د حماسي وینا په اړه چې په سوشل میډيا يې کې یې هنګامه جوړه کړه یو څه ولیکم.
حماسي صیب په خپلو خبرو کې دوه هغه خبرې وکړې چې د فیسبوک او د مجلسونو نقل وګرځېدې، نوموړي ادعا وکړه چې سلیمان علیه السلام کابل ته راغلی و، د سلیمان غره ته وخوت او هند ورته تیاره ښکاره شو، دوهمه خبره يې دا وکړه چې لوګر په قران کې راغلی دی.
ایا دومره لویه ادعا یو څوک کولی شي؟
ولې نومړي دا ادعا وکړه؟
پوهاند وايي چې علمي شک د څېړنې لپاره لومړۍ محرکه قوه ده، همدې شک زه دې ته اړه کړم چې د دغه دوه خبرو په اړه يې پلټنه وکړم.
لومړی ادعا:
په اومه هجری پېړۍ کې لوی مورخ او سیاح ابن بطوطه کابل ته راځي، د خپلې سفرنامې په دریم ټوک کې د کابل په اړه وایي:
((ثم سافرنا إلى كابل وكانت فيما سلف مدينة عظيمة، وبها الآن قرية يسكنها طائفة من الأعاجم يقال لهم الأفغان، ولهم جبال وشعبا، وشوكة قوية، وأكثرهم قطّاع الطريق، وجبلهم الكبير يسمى كوه سليمان، ويذكر أن نبي الله سليمان عليه ‌السلام صعد ذلك الجبل، فنظر إلى أرض الهند وهي مظلمة فرجع ولم يدخلها فسمي الجبل به، وفيه يسكن ملك الافغان)).
بیا مو کابل ته سفر وکړ، پخوا لوی ښار وو، اوس په کې یو کلی و چې د عجمیانو یوه طائفه په کې اوسیدله، افغانان یې بلل،غرونه او درې يې لرلې، د غښتلي ځواک څښتانان وو، خو اکثره یې لارې شوکونکي وو، د دوی غر د سلیمان د غره په نامه یادېده، او ویل کیږي چې د الله نبي سلیمان علیه السلام همدغه غره ته وخوت، د هند خاورې ته یې وکتل، هغه ټپه تیاره وه،بېرته راستون شو، هند ته کوز نه شو، نو دا غر بیا د سلیمان په غره یاد شو، او په دې کې د افغانانانو پاچا اوسیږي)).
په غالب ګومان حماسي صیب دا خبره د ابن بطوطه د تاریخ په استناد کړې ده، که څه هم ابن بطوطه دا خبره په ممرضه صیغه کړې ده، دا چې د ابن بطوطه په عصر کې د سلیمان غره په لمنو کې د افغانانانو کوم پاچا اوسېده؟ د دې څېړنه هم په کار ده.
دوهمه ادعا:
حماسي صیب وايي چې د لوګر نوم په قران کې ذکر شوی دی، دا ډېر عجیبه خبره ده، موږ خو ټول قران لوستی، د لوجر نوم موږ په قران کې نه دی لیدلی. له ډېر فکر او تحقیق وروسته زه دې پایلې ته ورسېدم چې په لوګر کې د مسو مشهور کان دی، دا کان د مس عینک په نامه یادیږي، په قران کریم کې د سلیمان علیه السلام په اړه الله تعالی د سبا سورت په ۱۲ ایت کې فرمايي:
((وَلِسُلَیْمَانَ الرِّیحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌ وَأَسَلْنَا لَهُ عَیْنَ الْقِطْرِ وَمِنَ الْجِنِ‏ّ مَن یَعْمَلُ بَیْنَ یَدَیْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَمَن یَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِیرِ)) د سأ سورت 12ايت
او د سليما لپاره مو باد(مسخر او ایل کړ) چې سهار به یې د یوې میاشتې لاره وهله او مازیګر به یې د یوې میاشتې لاره وهله، او د هغه لپاره مو د مسو چینه وبهوله، او د هغه تر مخې به د الله په امر د پیریانو یوې ډلې کار کاوه، او هر یو چې به یې زموږ له امر نه سرغړونه وکړه نو موږ به سوزونکی عذاب ورکړو.
په دې ایت کې د “عین القطر” ترکیب کارېدلی دی، چې معنی یې “د مسو چینه” ده، د ابن بطوطه په تاریخ کې مو کابل ته د سلیمان علیه السلام د راتګ خبره ولوسته، او په لوګر کې مس عینک هم مشوره سیمه او نوم دی، دا اوس د ژبپوهانو او پوهاندانو کار دی چې د مس عینک په اړه تحقیق وکړي، ولې ورته عینک ویل کیږي، ایا دا هم هغه “عین” دی چې په تصغیر یاد شوی، که سیمې ته منسوب دی، که سیمې ته منسوب وي، نو بیا د سیمې نوم ولې عینک دی؟
د ځينو لرغونو اثاور د څيړونکو په وینا چې د مس عینک په سیمه کې پخوا د مسو د ویلي کولو بټۍ هم موندلی شوې وې چې ډېره لرغونتیا یې لرله.

Back to top button