Trending

د حامد کرزي د خبري کنفرانس مهم ټکي

دا افغانستان پخواني  ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د ګنګل شوې بودیجې په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن د صادر شوي فرمان په غبرګون کې نن په کابل کې خبري کنفرانس جوړ کړ او خپل ملي دریځ یې اعلان کړ د دې خبري کنفرانس مهم ټکي ولولئ.

د امریکا له لوري کنګل شوې پیسې د هېڅ دولت او هېڅ ځواک نه‌دي، دا پیسې د افغانستان د خلکو دي.
‏ هېڅ دولت د هېواد د ملي خزاني څښتن نه‌دی، د هېواد د ملي خزانې څښتن یوازې افغان ملت دی.
‏ اسامه بن لادن افغانانو افغانستان ته نه‌و راوړی؛ بلکې بهرنیانو افغانستان ته راوړی و.د افغانستان خلک د ترهګرۍ قربانیان دي او څوک قرباني ته جزا نه‌ورکوي.
‏ اسامه بن لادن د پاکستان په خاوره کې وژل شوی. اسامه بن لادن له پاکستانه افغانستان ته راغلی و او بېرته هلته ستون او ووژل شو.
‏کنګل شوې پیسې باید بېرته د افغانستان مرکزي بانک ته ستنې شي، خو باید مصرف نه‌شي. دا پیسې د ورځني مصرف لپاره نه‌دي؛ بلکې د افغانستان د خلکو پانګه ده چې باید خوندي شي.
‏زه او ټول افغانان له حکومت سره د افغانستان مرکزي بانک د پیسو په راستنولو کې همکار دی، خو د دې پیسو له ستنولو وروسته باید دا پیسې مصرف نه‌شي.
اسلامي امارت باید یوې ملي ناستې یا لویې جرګې ته زمینه برابره کړي، څو له لارې یې خلک د هېواد د راتلونکې په اړه په‌کې پرېکړه وکړي.
‏ما او د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله په یوه لیک کې له اسلامي امارته غوښتنه کړې چې هېواد ته د سیاسیونو د راستنولو شرایط برابر کړي.




نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button