د تخنیکي کارکوونکو لومړۍ ډله د حرفوي زده کړو لپاره ازبکستان ته ولېږل شوه

د تخنیکي کارکوونکو لومړۍ ډله د حرفوي زده کړو لپاره ازبکستان ته ولېږل شوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د هوایي چلند اردارې مسؤلین وایي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تخنیکي او مسلکي کارکوونکي په مختلفو تخنیکي هوايي څانګو کې د زده کړو ترلاسه کولو په موخه ازبکستان ته ولېږل شول.

هغوئ زیاتوي، دغه کارکوونکي چې د پلان او پالیسۍ مرستیال حسیب الله سروش، د دفتر عمومي رئیس الحاج پیلوټ عبدالستار غروال او جاوید محبوب د قوانينو رئیس یې ملتيا کوله، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي چلند د هوکړې له مخې د ازبکستان د هوايي چلند مسلکي او تخنیکي پرسونل له خوا روزل کیږي، او د اړینو مسلکي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته به بیرته هېواد ته راستانه شي.

همداراز په دې سفر کې به د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارې یاد پلاوی د ازبکستان هېواد د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند له مسؤلینو سره د ځمکني او هوايي ټرانسپورټ په برخه کې هم د همکارۍ او خدمتونو پراختيا په اړه لېدنې وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button