د بادغس د جام تاريخي څلی د نړېدو له ګواښ سره مخ دی
د بادغس د جام تاريخي څلی د نړېدو له ګواښ سره مخ دی.
د بادغس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست رئیس مولوي عبدالحي «زعيم» وايي چې په دې ولایت کې د تېرې ورځې د زورورې زلزلې له امله د جام تاریخي څلی کوږ شوی دی.
زعیم زیاتوي چې که د نوموړي څلي د جوړېدو لپاره عاجل اقدام و نه شي ښایي ونړېږي.
جام تاریخي څلی شاوخوا ۸۰۰ سوه کاله تاريخ لري، چې په نړۍ کې د خښتو څخه جوړ د ګوتو په شمېر څلو کې راځي.