د اړمنو افغانانو لپاره د نقدو پیسو برابرول

ناروې له نړیوالو هیوادونو څخه غوښتي چې د اړمنو افغانانو لپاره د نقدو پیسو په برابرولو کې له ملګرو ملتونو سره مرسته وکړي.

دغه هیواد ویلي چې نقدي پیسې به په مستقیم ډول پر اړمنو افغانانو ووېشل شي ترڅو ژمی یې د مړینې لامل نشي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر هنیکن هیوتفلت د نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې هیواد یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له بودجې سره د ۲۳ میلیونه ډالرو ژمنه کړې ده.

هغه زیاته کړې: “موږ ټول هیوادونه هڅوو چې په ورته اقدام لاس پوري کړي ترڅو ونډه واخلي او د یو لوی بشري ناورین او بالقوه قحطۍ څخه مخنیوی وشي.”

په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت په رامنځته کېدو سره ملګرو ملتونو تیره میاشت اړمنو کورنیو ته په مستقیم ډول د مرستو رسولو په هدف مرستندویه صندوق رامنځته کړ.

ټاکل شوې نن چهارشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړي، د ناروې د بهرنیو وچارو وزیر به تمه وښيي چې په یاده ناسته کې افغانستان ته هم پاملرنه وشي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې په افغانستان کې قحطۍ ته د نژدې کسانو شمېر ۸.۷ میلیونه ته رسیږي دغه شمېر د روان کال لومړیو ته درې میلیونه زیات شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو په اساس د افغانستان شااوخوا ۲۴ میلیونه کسان یا د دغه هیواد ۶۰ سلنه نفوس له سختې لوږې سره مخ دی.دغه نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې دروان کال تر پایه به ۹۷سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند وکړي.

دغه نړیوال سازمان ویلي چې د روان میلادي کال تر پایه به تر پنځه کلنۍ کښته شااوخوا ۳.۲ میلیون ماشومان په خوراځواکۍ اخته شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button