د اوکراین روان کړکېچ

د اوکراین او روسیې کړکېچ د‌ هرې شېبې په تېرېدو سره د زياتېدو په حال کې دی.

د راپورونو پر بنسټ روسیې د اوکراین په ختيځ کې په دوه تازه بېلو شوو سيمو کې خپل سرتېري زيات کړي او تر څنګ یې ویل کېږي چې ددغه سیمو پر اسمان هم د الوتکو پر تګ او راتګ بندیز لګولی دی.

هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي چې روسیه په بشپړه توګه پر اوکراین برید ته چمتو ده او ددې‌ امکان شته چې په راتلونکي څو ساعتونو کې پرې برید وکړي.

دغه راز بلينکن ټينګار کوي چې امریکا به د روسیې د ددغه کار ځواب ته په خالي لاس ونه ګوري، بلکې پر وړاندې به يې د اقدام ځواب خورا سخت او ماتوونکی وي. هغه ويلي له خپلو ملګرو او متحدو هېوادونو سره په ګډه به د روسیې پر وړاندې لا ډېر اقدامات ترسره کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button